اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) د مذهبي ګوندونو مشرانو د سعودي علي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دوره خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي دې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي٬ د سعودي عرب په اسلامي نړۍ كښې عمر له د مشرۍ كردار پاتې دے او په هر سخت وخت كښې ئې د پاکستان ملګرتيا كړې ده۔ د جمیعت علماء اسلام (ف) سناتور مولانا عطا الرحمان ووئيل د سعودي علي عهد د پاكستان دوره خوشبينه ده او دې سره به د هېواد د معيشت پشمول ټولې څانګې وده ومومي ۔ ده ووئيل مكه او مدينه د مسلمانانو اسلامې مركزونه دي او په دې وجه په ګرده نړۍ كښې سعودي عرب ته په درنه سترګه كتلې شي۔ د نړيوال مرکزي جمعیت اهل حدیث امير علامه طارق محمود یزداني ووئيل د محمد بن سلمان د پاكستان دورې سره به د دواړو هېودونو ملګرتيا لا قوي شي٬ په بېلا بېلو مسئلو دواړه هېوادونه يو خله دي۔ده ووئيل سعودي عرب د اسلامي نړۍ د امن ضامن دے او مونږ سعودي او حرمېن شريفېن سلامتيا لپاره قربانۍ لپاره چمتو يو۔ د جماعت اسلامي نائب امير میا محمد اسلم ووئيل د محمد بن سلمان دوره به تاريخي ثابت شي۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان بايد د سعودی ولي عه په سعودي كښې د كار كوٶنكو پاكستانيانو د مسئلو نه خبر