اسلام آباد ۔ 20 مئی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د ټېلي هېلت پورټل اجراﺀ سره به د كورونا په صورتحال كښې په خاص توګه لرو پرتو سيمو ته د روغتيا آسانيو رسولو له مرسته ترلاسه شي۔ اندېښنه ده چې كورونا وائرس به تر زياتې مودې پاتې وي۔ مونږ له به د وېكسين تر راتللو دې سره پاتې كېدل وي۔ قام له به په ګډه د صورتحال مقابله كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د ټېلي هېلت پورټل اجراﺀ په موقع وكړه۔ په دې مهال خاص مرستيال ډاكټر ظفر او ډيجيټل پاكستان لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله تانيه ادرس هم موجود وه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د ډيجيټل پاكستان ټېلي هېلت منصوبې په موجوده صورتحال كښې اجراﺀ خوشبينه ده۔ دا منصوبه په يو داسې وخت كښې پېل كولې شي كله چې ټول قام د كورونا وائرس د لاسه ستونزو سره مخ دے۔ وزيراعظم ووئيل مالداره هېوادونه سره د وسائلو سخت صورتحال سره مخ دي۔ د پاكستان په ډول هېواد كښې چرته چې د روغتيا څانګه وړاندې نه كمزورې ده مسئلې لا زياتې دي۔ دا صورتحال زمونږ لپاره يو چېلنج دے۔ وزيراعظم ووئيل د لوئې څښتن شكر كوؤ چې زمونږ حالات دومره بد نه دي څومره چې د نورو هېوادونو دي۔ مونږ به د دې صورتحال مقابله وكړو۔ ده ووئيل دې نه وړاندې مونږ ټېلي اېجوكېشن منصوبه پېل كړې۔ اوس به د ټېلي هېلت د لارې ډاكټران رجسټرډ كولو سره اولس ته د روغتيا آسانۍ وركوؤ۔ وزیراعظم په ډاكټرانو او په خاص توګه په مېرمنو ډاكټرانو زور راوړو چې هغوي ځان رجسټرډ كړي۔ ده ووئيل د دې پورټل د لارې به د هېواد لرو پرتو سيمو ته د روغتيا آسانۍ رسول ممكن شي۔ د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د ډیجیټل پاکستان دې پروګرام په جاري كېدو مباركي وركولو كښې ووئيل دې سره به ډاكټرانو او رنځورانو ته يو محفوظ چاپېرچل په لاس ورشي۔ د دې پورټل د لارې به د ډاكټرانو او رنځورانو ترمينځه رابطې جوړې شي۔ د وزیراعظم د ډيجيټل پاكستان خاص مرستيالې تانيه ادرس وزيراعظم ته د ټېلي هېلت په اړه بريفنګ كښې ووئيل مونږ له به دې سختو حالاتو كښې په ګډه كار كول وي۔ دې ووئيل پاكستان اولنې هېواد دے كوم چې دا ډول خذمات وړيا وركوي۔ دې ووئيل پورټل څخه ډاكټران او عام وګړي دواړه استفاده كولې شي او دا د دواړو په ګټه دے